د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸۰ زره افغانانو ته د نغدو پیسو مرسته ورکړې ده. دې ادارې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د نغدو پیسو مرسته میندو او پلرونو ته امکان برابروي چې هر هغه څه چې ماشومان او کورنۍ یې ورته اړتیا لري، رانیسي. د ملګرو ملتونو د دې ادارې پر اساس، دوی د روان ۲۰۲۳ په لومړۍ نیمايي کې تر ۸۰ زره ۶۰۰ ډېرو اړو افغانانو ته د نغدو پیسو مرسته ورکړې څو د کور ضروري شیان پرې واخلي.