د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژاین پییر په یوې خبري ناسته کې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر اهمیت ټینکار کړی او ویلي یې دي چې واشنګټن به د دغه هېواد له خلکو ملاتړ وکړي. اغلې پییر همداراز زیاته کړې چې امریکا د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. له دې سره هممهاله ځينې زده کوونکي له سرپرست حکومت غواړي، چې په هېواد کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي. بل خوا د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال وايي، چې په هېواد کې د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقوق خوندي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو تګ او کار ته د ښځو بېرته ستېدل د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍوالې ټولنې شرطونو څخه ګڼل کېږي.