د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) خبرداری ورکوي، چې که لازمه بودیجه ترلاسه نه کړي، په افغانستان کې به سږ کال په میلیونونو کسان له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.اوچا پر خپله ایکس(ټویټر) پاڼه لیکلي، چې ۳.۷ میلیونه وګړي به د ژوند ژغورنې له له لومړنیو روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، یو اعشاریه ۵ میلیونه وګړو ته به په ۹۴ ولسوالیو کې د ژمي پر مهال روغتیایي خدمتونه ونه رسېږي.بل خوا بیا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، ددې لپاره چې په افغانستان کې لومړنۍ روغتیايي اړتیاوې پوره کړی شي، د سږ کال په پاتې میاشتو کې ۱۲۵ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.