د اوکراین ولسمشر ولادیمیرزیلینسکي وایي، هېواد یې له هغه شمېر څخه زیاتو جنګي جېټ الوتکو ته اړتیا لري چې ژمنه یې ورکړل شوې ده. زیلینسکي د پرتګال له ملي رسنۍ سره په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي، چې اوکراین کې د اغیزناکې هوایي قوې لپاره ۱۶۰ جېټ الوتکو ته اړتیا لري.هغه وایي، دا شمېر الوتکې له دوی سره مرسته کوي چې پر خپل فضایي حریم د روسیې د برلاسي مخنیوی وکړي. زیلینسکي زیاتوي، چې ده تراوسه د پنځوسو تر شپیتو پورې ایف-۱۶ امریکایي جېټ الوتکو د ورکړې ژمنې له اروپایي هېوادونو څخه ترلاسه کړي دي. ډنمارک، هالند او ناروې هغه اروپایي هېوادونه دي چې اوکراین ته یې د دغو جنګي الوتکو د ورکړې ژمنې ورکړي دي.