د سرپرست حکومت د حکومت یوه پلاوي ایران ته د سفر پر مهال له ځینو شرکتونو سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا خبرې کړې دي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران ته د پلاوي مشري د همدې ادارې مشر کوله. خبرپاڼه کې راغلي، پلاوي د ایران د کنسرسیوم د غړو شرکتونو له مشرانو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې په افغانستان کې د ریل لارو پر پروژې پانګونه وکړي. خبرپاڼه کې راغلي چې د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ د دویم پړاو د څلورمې قطعې جوړول د رېل لارې ادارې یو لومړیتوب دی او په جدیت یې تعقیبوي. د خواف-هرات د ریل لارې کار په ۱۳۸۶ کال کې په ایران او ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان دننه پیل شوی دی. د دغې پروژې د لومړني پړاو چارې په تېر پسرلي کې بشپړې او پر دې لاره د محمولو انتقال پيل شو.