د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زلینسکي به روانه میلادي میاشت په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې برخه واخلي او د امنیت شورا په هغه غونډه کې به ګډون وکړي، چې د اوکراین لپاره جوړیږي. دا خبره په ملګرو ملتونو کې د البانیا استازي فرید خوخا پرون خبریالانو ته کړې ده. البانیا د سپټمبر د میاشتې لپاره د امنیت شورا د پنځلس غړو د شورا مهالنۍ مشري کوي. تمه ده، چې د نړۍ مشران د سپټمبر له اتلسمې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې برخه واخلي او ټاکل شوې ده چې د اوکراین په اړه د امنیت شورا غونډه د سپټمبر په شلمه جوړه شي.