د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، د هېواد په ځينو ولایتونو کې د تازه میوو او سبزیجاتو په محصولاتو کې له ۷ تر ۳۰ سلنې ډېروالی راغلی دی. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، له شمالي ولایتونو پرته، چې وچکالۍ ځپلي د نورو ولایتونو د تازه میوو حاصلات ډېر دي. بلخوا د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، چې دغه وزارت د هېواد بڼوالو او کروندګرو ته د کیمیاوي سرې، اصلاح شویو تخمونو د وېش او پالنې په برخه کې، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پروګرامونه پلي کړي دي. له دې سره سم د کرنې او مالدارۍ خونه له سرپرست حکومته غواړي، چې د دغو محصولاتو د صادرېدو لپاره له نورو هېوادونو سره باید تعامل وکړي، څو ورسره د تازه میوو په صادراتو کې ډېروالی راشي.