د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي پرون اعلان کړی چې د دفاع اوسنی وزیر اولیکسي رزینکوف یې له دندې لرې کړی او پر ځای یې رستم عمروف دې وزارت ته نومولی دی. رزینکوف په اوکراین د روسیې د برید څخه درې میاشتې وړاندې د دفاع وزیر ټاکل شوی و. د اوکراین ولسمشر په ویډیویي پیغام کې دا نه دي ویلي چې د دفاع وزیر یې ولې بدل کړی. زلینسکي ویلي چې پخوانی د دفاع وزیر اولیکسي رزینکوف د روسیې د برید راپدیخوا څه باندې ۵۵۰ ورځې د جګړې مشرې وکړه او په وینا یې چې اوس دا وزارت د ټولنې او نورو کړنو کې نویو کارونو ته اړتیا لري. د اوکراین ولسمشر داسې مهال د هیواد د دفاع وزیر بدلوي چې کیف د روسیې څخه د ځینو سیمو د بیرته نیولو لپاره د ځوابي برید کولو عملیات پیل کړي او د اروپایي ټولنې په غوښتنې یې د فساد او رشوت خورۍ پر ضد عمومي هلې ځلې پیل کړي دي.