د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس محمد مراد امانوف او مل پلاوي سره کتلي دي. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر وویل، چې سرپرست حکومت د یادې پروژې د کار او فعالیت د پيل کېدو غوښتونکی دی. نوموړي ویلي، چې د دې پروژې د پلي کولو لپاره د ښه امنیت شتون او ټول شرایط برابر دي او سرپرست حکومت به د یادې پروژې د پلي کولو په برخه کې له هېڅ ډول همکارۍ څخه ډډه ونه کړي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د پروژې په پلي کولو او د همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.