د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۰۷ تنه بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له منار جام څخه لیدنه کړې. د یاد ریاست مشر عبدالحي زعیم ویلي، دغه سیلانیان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ورغلي او د منار جام ترڅنګ یې د دغه ولایت له نورو سیمو څخه هم لیدنه کړې ده. د نوموړي په خبره اوسمهال یې په دغه ولایت کې د سیلانیانو لپاره د پام وړ امکانات برابر کړي او له دغې لارې یې عواید هم زیات شوي دي. د معلوماتو له مخې په غور ولایت کې څه د پاسه ٦٠٠ تاريخي او لرغونې ابدې شته، چې ٣٧٠ يې د غور د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګي میراثونو د ساتنې په مدیریت کې ثبت او راجستر دي او پاتې نور به يې د معلوماتو له راټولولو وروسته ثبت شي.