د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د روان ۱۴۰۲ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ۴۹ میلیاردو افغانیو په ارزښت بېلابېل توکي بهر ته صادر شوي دي. اقتصادي معاونیت ویلي، چې له دې ډلې ۹۶،۵ سلنه توکي هند، تاجکستان، متحده عربي امارات، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، چین، ترکیې او عراق هېوادونو ته او ۳،۵ سلنه نور بیا د نړۍ نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. په صادر شوو توکو کې زعفران، انګور، زردالو، ممیز، زیره، پنبه او رومیان شامل دي.