د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې غړي وايي، چې د هېواد د صرافیو مارکېټونو کې د مندرسو افغانیو حجم زیات شوی، چې هېوادوال یې په ورځنیو چارو کې له ستونزو سره مخ کړي دي. د صرافانو د ټولنې په وینا، په ځلونو یې د افغانستان بانک څخه د نویو افغانیو د چاپ غوښتنه کړې ده. د دې ټولنې د مسوولینو په وینا، نوي بانک نوټونه چاپ شوي دي، خو تر اوسه مارکېټ ته نه دي رسېدلي. دوی زیاتوي چې نوي بانک نوټونه د سرپرست حکومت د مالیې وزارت او د افغانستان بانک د سرپرست په لاسلیک چاپ شوي چې د ځینو عکسونه یې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپاره شوي دي.