د ایپیکس۲ چینايي شرکت رییس بایین د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د کانونو استخراج او پروسس په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ویلي، چې افغانستان د کانونو له اړخه غني هېواد دی او ټول بهرني پانګوال کولی شي، چې په قانوني توګه د داوطلبۍ له لارې د افغانستان په کانونو پانګونه وکړي. د اقتصادي کارپوهانو په اند په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې جذبول د هېواد اقتصادي وضعیت ته د ودې، پرمختګ او پراختیا زمینه برابرولی شي او سرپرست حکومت ته لازمه ده، چې د دغو پانګونو د زیاتوالي لپاره کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.