ملګرو ملتونو د افغانستان په ګډون په ۱۴ بېوزلو هېوادونو کې د بشري مرستو د رسولو عملیاتو ته له خپلې بېړنۍ بودجې څخه ۱۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مشر مارټین ګریفیتس پرون وویل، په داسې حال کې چې د دې سازمان ډېری بشري عملیاتو او مرستندویو ادارو ډېره لږه بودجه لرله، د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې کار ته اړتیا لیدل کېده. ملګرو ملتونو په دې لړ کې د افغانستان او یمن لپاره شل شل میلیونه ډالر او د فلسطیني قلمرو او ملاوي په څېر د نور هېوادونو لپاره د نهو او څلور میلیونه ډالرو ترمنځ بېړنۍ بودجې ځانګړې کړې دي. له دې ۱۲۵ میلیونه ډالرو سره هغه بېړنۍ بودجه چې ملګرو ملتونو سږکال د خپلو لګښتونو لپاره ځانګړي کړې، له ۲۷۰ میلیونه ډالرو واوښته. د یاد سازمان ویاند فرحان حق ویلي چې که مرستندوی هېوادونه د ملګرو ملتونو د اړتیا وړ نږدې ۳۹ میلیارده ډالره بسپنې غوښتنې ته ځواب ونه وايي نو ښايي سږکال د نړۍ میلیونونه وګړي وږي پاتې شي.