د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډو خونو په هڅو د لومړي ځل لپاره يو امريکايي سوداګريز پلاوی کابل ته راغلی دی. د امريکايي سوداګريز پلاوي غړو نن په یوه کنفرانس کې ومنله، چې نړۍ ته په لوی لاس د افغانستان ناسم انځور وړاندې کېږي. دغه پلاوي ویلي، د امريکا د سوداګرۍ خونه چمتو ده، چې د سرپرست حکومت د غوښتنې په صورت کې د چابهار بندر له لارې هند او نورې نړۍ ته د افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې همکاري وکړي. ټاکل شوې چې د دغه پلاوي يوه غړې به د امريکا کانګرس ته هم په دې اړه راپور ورکړي. دغه کنفرانس کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې د هرات د غوريانو د اوسپنې پر کانونو د اسيايي او اروپايي هېواونو د سوداګرو او افغان پانګهوالو پانګونه دا په ډاګه کوي، چې نړيوال سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته چمتو او لېوال دي.