د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره مشورتي اقتصادي بورډ رامنځته کېدونکی دی او غړي به یې هم د اقتصاد د برخې متخصص کسان وي. د نوموړي په خبره، چې دغه راز د ملي اقتصادي ستراتیژۍ پر جوړولو هم اوس مهال کار روان دی. اقتصادي مرستیال د بندیزونو پر لرې کولو د ټینګار تر څنګ له نړۍ سره د ازادې راکړې ورکړې غوښتونکی شو.