د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کییف ته د خپل ناڅاپي سفر پر مهال له اوکرین سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو نوې مرسته اعلان وکړ. نوموړي وویل، چې هېواد یې د امکان تر حده د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي .انټوني بلېنکن پرون چهارشنبه په یوه نا اعلان شوي سفر اوکراین ته ولاړ او د هغه هېواد له ولسمشر ولودمیر زیلینسکي سره یې وکتل.بلېنکن ویلي، ولسمشر جوبایډن د دې سفر غوښتنه ترې کړې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړي.د بلېنکن په وینا، د اوکراین په دفاعي عملیاتو کې مهم پرمختګونه شوي چې په باور یې ډېر هڅونکي دي.