له اوکراین سره د لویدیځ د مرستو پر دوام د ناټو سازمان عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې له اوکراین سره دې مرستې زیاتې شي. نوموړي زیاته کړې چې د روسیې پر وړاندې د اوکراین په بریدونو کې باید د پام وړ مرسته وشي. هغه ویلي، له اوکراین سره مرستې انتخاب نه؛ بلکې ضرورت دی، ترڅو وشي کولای خپل هېواد له روانو بریدونو خلاص کړي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا تېره ورځ له اوکراین سره د یو میلیارد ډالرو تازه مرستې اعلان هم کړی.