د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې یو میلیونه ماشومانو او مېرمنو ته د هغو خوړو د کمېدو خبر ورکړ چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره په کارېږي. د خوړو نړیوال پروګرام دا خبر نه پر خپله ټویټر پاڼه خپور کړی. تر دې مخکې د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان د برخې مسوول وحیدالله اماني ویلي، که مرستې ورسره ونه شي په ژمي به د لرې پرتو سیمو خلک په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې سرپرستي یې کونډې کوي له سختو ستونزو سره مخامخ شي. د اماني په وینا، پنځلس میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخامخ دي، خو له لویه سره د ملګرو ملتونو په وینا نژدې نهه ویشت میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته ضرورت لري.