د مراکش د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه هېواد کې د رېښتر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې زلزله کې د مړه شویو کسانو شمېر له ۲۰۰۰ اوښتی او همدومره نور ټپیان دي. دغه وزارت زیاته کړې چې له ۱۴۰۰ د ډېرو کسانو ټپونه ژور دي او دا چې ډېره مرګ ژوبله او ویجاړي په الحوز، مراکش، ورزازات، ازیلال، شیشاوه او تارودان ولایتونو کې اوښتې ده. بلخوا د مراکش پاچا درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی. هغه همدا راز امر کړی چې له زیانمنو سره دې د سرپناه، خوړو او نوره مرسته وشي. یوه سیمه ییز چارواکي ویلي په زلزله کې ډېری مړه شوي خلک د غرنیو سیمو اوسېدونکي دي چې په اسانۍ ورته رسېدل ګران دي. بلخوا، اروپايي ټولنې د هند پلازمېنه نوي ډیلي کې د جي۲۰ هېوادونو سرمشریزه کې له زلزلې وروسته له مراکش سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر دې پېښې خواشیني ښودلې ده.