د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت وايي چې په هېواد کې د معلولینو، یتیمانو او کونډو د تصفيې کارونه ۹۰ سلنه بشپړ شوي دي. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې يې شاوخوا ۴۰۰ زره معلولینو، یتیمانو او کونډو ته تنخواګانې ورکړې دي. ورته مهال ځينې معلولین، یتیمان او کونډې وايي چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او له شهیدانو او معلولینو چارو وزارته غواړي، چې حقوق يې پر وخت ورکړي. بلخوا د معلولینو، یتیمانو او کونډو د کورنۍ غړي د خپلو تنخواګانو د ورکړې پر روڼتیا او ښه مدیریت ټینګار کوي. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې څه باندې ۶۳۸ زره معلولان، یتیمان او کونډې ثبت شوي، چې له دې منځه څه باندې ۱۸۰ زره معلولین، نږدې ۴۰۰ زره یتیمان او څه د پاسه ۸۷ زره کونډې دي.