د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د زمري مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او خپاره کړي دي، چې د صادراتو ټولیز ارزښت یې په دې مياشت کې ۱۳۶.۹ میلیونه ډالره او د وارداتو ټول ارزښت ۷۴۳.۶ میلیونه ډالرو ته رسېږي. یادې ادارې ویلي، چې د تېر کال په زمري مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۳۹.۷ میلیونه ډالرو ته رسېده؛ چې د روان کال د زمري مياشتې د ارقامو تحلیل د هېواد په صادراتو کې د تېر کال په پرتله ۲.۸ میلیونه ډالره کمښت ښيي. همدارنګه د ۱۴۰۱ لمريز کال په زمري مياشت کې د هېواد د وارداتو ټولیز ارزښت ۷۱۲.۸ میلیونه ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په پرتله ۳۰.۸ ميليونه ډالره کموالی ښيي. دغه اداراې زیاته کړې، چې سږ کال په زمري میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو ته او تېر کال په همدې میاشت کې زيات صادرات پاکستان، هند، تاجکستان او متحده عربي اماراتو ته وو.