د نایجریا په شمالي مرکزي برخې کې یوه کښتۍ چپه شوې، چې ۲۴ تنه پکې مړه شوي او لس ګونه نور بې درکه شوي دي. چارواکو ویلي چې د ډوبو شویو کسانو د ژغورنې او لټون عملیات روان دي. په سیمه کې چارواکو ویلي چې ډیری ډوب شوي کسان ماشومان او مېرمنې دي چې د لرګیو څخه جوړې شوې کښتۍ کې د موکوا ولسوالۍ ته روان و. د نایجریا د بېړنیو چارو ملي ادارې ویاندې زینب سلیمان فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په کښتۍ کې څه باندې سل تنه سپاره و او ښایي د مړو شویو کسانو شمیر نور هم زیات شي. مېرمن سلیمان ویلي چې د سیمې لامبوزنان د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري. تر اوسه د دې کښتۍ د چپه کیدو علت ندی څرګند شوی.