د راپورونو پر اساس د پېښور په ورسک سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر موټر چاودنه شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۱۱ کسان ټپيان شوي دي. دغه چاودنه له پرایم روغتون سره په خوا کې پر یو پوځي موټر شوې، چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ یوولس تنه په کې ټپیان شوي دي. د ژغورنې او مرستې ادارې ویلي په ژوبلو شویو کې اووه تنه امنیتي کسان دي. ټپیان ټول نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. تر اوسه کومې ډلې یا چا د چاودنې مسوولیت نه دی منلی. بلخوا د بلوچستان له ديره بګټي ولسوالۍ د فوټبال پنځه لوبغاړي تښتول شوي دي. په ديره بګټي کې يو لوړپوړي چارواکي د پېښې پخلى کړى او ویلي یې دي، دغه لوبغاړي یوې سیالۍ ته روان وو.