د خوړو نړیوال پروګرام یوځل بیا په راروان ژمي کې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره له مرستندویو هېوادو څخه د بسپنې غوښتنه کړې. په افغانستان کې د دې سازمان څانګې نن پر خپله ټویټر پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې دا اداره په خپله سږنۍ بودجه کې له ۶۰ سلنه کموالي سره مخامخ ده. په بیان کې راغلي، افغانستان له ډېرو زیانګالو او ځپل شویو هېوادونو څخه دی چې لس میلیون وګړي یې سږکال له ژوند ژغورونکو مرستو بې برخې شوي دي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان مشرې په یوه تازه ویډیويي پیغام کې په راروان ژمي کې ۲۱ میلیونه اړمنو افغانانو ته د خوړو رسولو لپاره له نړیوالو د یو میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کړې.