د سویډن حکومت اوکراین ته د ګریپن ډوله جنګي جېټ الوتکو پر ورکړه غور کوي چې د روسیې پر وړاندې په مبارزه کې یې وکاروي. په راپور کې راغلي چې د سویډن حکومت د نورو مسایلو تر څنګ غواړي پوه شي چې دغه اقدام خپله د سویډن پر دفاعي وړتیا څومره اغېز کوي او په کوم سرعت کولی شي ګریپن ډوله الوتکې اوکراین ته وسپاري. د راپورونو له مخې د سویډن حکومت ممکن تر پنجشنبې پورې د خپل هېواد له وسلهوالو ځواکونو وغواړي چې دغه موضوع په رسمي ډول مطرح کړي.