په کابل کې ځينې سوداګر وايي چې د تورخم بندر د تړل پاتې کېدو هغوی ته درانه زیانونه اړولي دي. اته ورځې کېږي چې د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده. دا لومړی ځل نه دی چې د تورخم لار د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي، بلکې پخوا هم دغه لار څو ځلي د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. د هېوادوالو په تېره بیا د ناروغ لرونکو پر ستونزو سربېره، سوداګر هم د دې لارې له نه پرانېستل کېدو شکایت لري. د دوی په وینا، هر ځل چې د تورخم بندر لار تړل کېږي، د دوی سوداګریز توکي په تېره بیا میوې او سبزیجات خوسا کېږي. بل پلو، د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشاء رییس وایي، چې د سوداګرو د ستونزو د دایمې حل په موخه د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو او ټرانزیټي راکړو ورکړو لپاره د تورخم بندر د بدیلې لارې د موندلو هڅې روانې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کوي، چې د تورخم لارې د پرانېستلو لپاره د سرپرست حکومت د چارواکو په تېره بیا د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅې روانې دي.