د افغان – امریکا د سوداګرۍ خونې رییس په کابل کې د خپل سفر له پای ته رسېدو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت اقتصادي سیسټم امریکايي پلاوی حیران کړی دی. په دې اعلامیه کې راغلي چې سرپرست حکومت او خصوصي سکټور د پنځه کلن پراختیايي پروګرام پر اجرايي کېدو کار کوي. د دې اعلامیې پر بنسټ سرپرست حکومت پر ځان د متکي اقتصادي موډل په رامنځته کولو سره، له ۱۹۹۰مې لسیزې نه ځينې درسونه اخیستي دي. بل خوا، سرپرست حکومت افغانستان ته د امریکايي پلاوي سفر مهم بولي او وایي چې له ټولو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې غواړي. دغه پلاوي د سرپرست حکومت له چارواکو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې ژمنې کړې دي.