د لیبیا په هغه ښار کې چې سېلابونو د اوبو بندونه مات کړي دي پرون تر دوه زره ډېر جسدونه پکې موندل شوي دي.اسوشېټېډپرېس اژانس د چارواکو له قوله راپور ورکړی دا اندېښنه شته، چې د دې سېلابونو تلفات پنځو زرو ته ورسېږي.د دیرنه په ساحلي ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، سېلابونو ودانیو ته هم سخت زیان اړولی او لږ تر لږه دېرش زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي.د ملګرو ملتونو د دې ادارې په باور دومره زیان اوښتی چې زیانمنو ته یې د بشري مرستو رسول ناممکن کړي دي.په مدیترانه کې توپان د لیبیا اکثرو ختیځو ښارونو ته زیان اړولی، خو تر ټولو ډېر د درنه ښار ځپل شوی دی.