په تېره یوه اوونۍ کې د تورخم دروازې له تړل کېدو سره افغان سوداګرو ته شاوخوا ۳۰ میلیون ډالره زیان اوښتی دی. د تازه مېوو او سبزیو د سوداګرو ټولنه وايي، چې زیات شمېر افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. د دې ټولنې غړي حاجي امېد حیدري ویلي، په دواړو خواو کې د ولاړو لاریو ډېره برخه تازه مېوه او سبزي دي چې ټول خراب شوي دي.د چارواکي په خبره، چې د تورخم دروازې په تړل کېدو سره دواړو خواو ته نږدې ۵زره باروړنکي موتړ ولاړ دي.