د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې له ترکمنستان هېواد سره نوې ټرانزیټي لار جوړېږي. د سرچینې په خبره، چې ددې وزارت سرپرست وزیر ته د حکومت د مشرتابه له لوري دنده سپارل شوې، چې د سیمې اوسېدونکو او د خلکو نظرونه راټول او له مشرتابه سره شریک کړي.