پاکستان د اقتصادي ستونزو له امله د خپل ملي هوايي شرکت څو الوتکې دروي. د پاکستان د هوايي شرکت، پي آی اې ویاند پرون ویلي، چې د لنډې مودې لپاره خپلې پنځه الوتکې دروي. پاکستان په داسې حال کې د پي آی اې دا الوتکې دروي چې دا هوايي شرکت له سخت مالي بحران سره مخامخ دی، الوتکې یې زړې شوي او اوس د هغو لپاره پُرزې او وسایل نه شي رانیولی. د امریکايي رسنۍ بلومبرګ د راپور له مخې، پي آی اې په وروستیو څو لسیزو کې نه یوازې دا چې نوې الوتکې نه دي اخیستي بلکې له نورو هیوادونو یې الوتکې په کرایه کړي چې د کرایې پیسې یې نه شي برابرولی. بلومبرګ د پي آی اې د ویاند عبدالله خان په قول ویلي چې دوی باید لږترلږه ۱۰۰ میلیونه ډالره ۶ شرکتونو ته د هغو د الوتکو د کرایې او یا د پور د سود په خاطر ورکړي. پاکستاني رسنۍ وايي چې دا وېره شته چې د پي آی اې ټولې الوتکې په لنډ وخت کې له الوتنو ووځي. د بلومبرګ پر اساس پر پي آی اې د بهرنیو شرکتونو پور تر دوه نیم میلیون ډالرو اوړي چې دا د دې شرکت د ټولې شتمنۍ پنځه برابره ده.