په پاکستان کې یوې محکمې پرون د دولتي اسرارو د افشا کېدو په قضیه کې د پخواني صدراعظم عمران خان د ضمانت غوښتنه رد کړه. عمران خان تورن دی چې تېرکال یې په یوې عمومي غونډې کې یو پټ دپلوماتیک سند افشا کړی. عمران خان هغه وخت په یوې عمومي غونډې کې ویلي وو دا سند د دې ثبوت دی چې هغه د ۲۰۲۲ کال د اپریل په میاشت کې د یوې توطیې په اساس له واک څخه لرې کړل شوی دی. د عمران خان مدافع وکیل ويلي، چې د محکمې قاضي له یوې خصوصي استماعیه غونډې وروسته د عمران خان د ضمانت غوښتنه رد کړه. قاضي د خپلې پرېکړې په اړه کومه تبصره نه ده کړې.