د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مشره مېرمن سینډي مک کین وايي، په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د بودجې د سخت کمبود سره مخ ده او که بودجه ترلاسه نه کړي نو بله میاشت به په بشپړ ډول په دغه هېواد کې خپل فعالیتونه بند کړي. مېرمن سینډي مک کین د امریکا د “اې بي سي” ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د اکتوبر په میاشت کې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره بودجه نه لري. سینډي مک کین ویلي، چې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په تېرو ۶۰ کلنو کې په لومړي ځل د بودجې له کمښت سره مخ شوی، چې له امله یې دغه پروګرام په افغانستان، بنګلډېش، کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هایتي، اردن، فلسطین، جنوبي سوډان، سومالیه او سوریې کې د خوړو د مرستو د ویشلو په خپل پروګرام کې د پام وړ کموالي راوړلو ته اړ شوی دی.