د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ملګرو ملتونو په اته اویایمه کلنۍ عمومي غونډه کې، په افغانستان کې بشري ناورین ته په اشارې سره ویلي، چې دا مهال د دغه هېواد ۷۰ سلنه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. ګوترېش په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې ښځې او نجونې په افغانستان کې له خپلو حقونو په سیستماتیک ډول بې برخې شوې دي. ګوترېش دغه راز د روسیې د برید د سختو غندلو سربېره ویلي، چې دا برید د ملګرو ملتونو د منشور ماتول دي او نړۍ د خوړو د تامین لپاره د اوکراین کرنیزو محصولاتو او د روسیې د کرنې کود او محصولاتو ته اړمنه ده. د ملګرو ملتونو په عمومي غونډو چې هر کال کېږي او د نړۍ مشران پکې تلپاتې پراختیايي هدفونو ته د رسېدو لپاره خپلې ژمنې تازه کوي.