د احصایې ملي اداره وايي، چې سږکال په هېواد کې د للمي غنمو د حاصلاتو په ګډون ټول ۴،۳ میلیونه ټنه غنمو حاصلات راټول شوي دي. دغه ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا معلومات یې د لرې څخه د سنجولو د ټکنالوژۍ په مټ چې د ستلایټ له لارې د اوبو او للمي ځمکو د غنمو د کر د سیمو څخه د اخیتسل شویو تصویرونو په ګډون راټول کړي دي. د احصایې ملي ادارې زیاته کړې، چې په روان ۲۰۲۳ کال کې په مجموعي ډول ۲،۲ میلیون هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي و، چې ددې له ډلې ۱،۳۴ میلیونه هکتاره د اوبو لاندې په ځمکه باندې او ۶۸۰ زره هکټاره للمي ځمکه باندې غنم کرل شوي و. د ترلاسه شویو شمیرنو له مخې د غنمو د کر ځمکې د ټولو کرل شویو ځمکو ۷۱ فیصده جوړوي.