اروپایي ټولنه وایي، چې له افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره د یوسل او څلویښت میلیونه یورو مرسته کوي. په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د کمېسیون ویاندې رسنیو ته ویلي، چې د اروپایي ټولنې ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته به د زده کړو، روغتیا، کرنې او د افغان مېرمنو د اقتصادي پياوړتیا پر لارو چارو لګول کېږي. اروپایي ټولنې ویلي، نوې ۱۴۰ میلیونه یورو مرسته یې افغانستان سره د مرستو د هغې یو میلیارد یورو د بستې برخه ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې اعلان شوې وه.