د روسیې دفاع وزیر سیرګي شویګو وایي، د مسکو او تهران ترمنځ اړیکې یوه نوي پړاو ته رسېدلي دي. د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د شویګو په حواله ویلي، پر روسیې او ایران د لوېدیځ له خوا د بندیزونو فشار بې ګټې دی او زیاته کړې ده چې د مسکو او تهران تعامل نوې کچې ته د رسېدو په حال کې دی. شویګو تهران ته د سفر پر مهال دا خبرې کړې او په وینا یې د دوی اړیکې د لوېدیځ د ډېرو هېوادونو له مخالفت سره سره ښې شوي دي.