د هند فضایي ادارې ویلي، چې له چندریان درې سپوږمکۍ سره یې اړیکه وروسته ترهغې پرې شوې، چې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې، چېرته چې تېره میاشت دغې سپوږمکۍ په بریالیتوب سره ناسته وکړه، قمري شپه راغله او د دغې سپوږمکۍ د وکرام او د هغه د لېږدونکي وسیلې چارج پای ته رسېدلی. د دغې ادارې مسوولینو ویلي، چې دوی تمه درلوده تر قمري شپې وروسته به د سپوږمکۍ وکرام او لېږدونکې اله بېرته چارج شي او خپل ماموریت ته به دوام ورکړي، خو داسې ونه شول او له مرکزي سټېشن سره یې اړیکه پرې شوې ده.