د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي ویلي، چې د اوکراین پوځ د ابرامز امریکايي زغره والو ټانکونو لومړۍ جوپه ترلاسه کړه. زلینسکي دا نه دي ویلي چې څومره امریکايي ابرامز زغره وال ټانکونه اوکراین ته رسیدلي او نه یې هم څرګنده کړې چې د جګړې لومړیو کرښو ته د دغو ټانکونو لیږل به څومره وخت ونیسي. د روان کال په لومړیو کې امریکا ژمنه کړې وه، چې اوکراین ته به ۳۱ ابرامز زغره وال ټانکونه ورکړي. دا پوځي مرسته له اوکراین سره د هغو ۴۳ میلیاردو ډالرو پوځي مرستو برخه ده چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې دغه هېواد ته ورکړل شوې ده. په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، په دې وروستیو کې له اوکراین سره د لویدیځو هېوادونو پوځي مرستو ته په اشاره سره ویلي، چې لویدیځ په حقیقت کې د مسکو پر ضد مخامخ جګړې ته داخل شوی دی.