د پاکستان په بلوچستان ایالت کې امنیتي مسوولین وايي، چې د مستونګ سیمې یوه جومات ته نږدې د یوې چاودنې له کبله ۵۲ کسان وژل شوي دي. ځايي پولیس وايي، چاودنه د مستونګ الفلاح جومات ته نږدې هغه مهال وشوه، چې ځايي خلک د ربیع الاول ۱۲مې میلاد النبي په مراسمو کې د ګډون لپاره یو ځای کېدل. د بلوچستان د عامې روغتیا یوه ځايي چارواکي رشید محمد سعید تایید کړې چې دې پېښه کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د بلوچستان اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي، له پېښې وروسته د ایالت مرکز کوټې په روغتونونو کې بېړنیز حالت اعلان شوی دی. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.