د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین غوښتي چې د سږ کال په مني کې ۱۳۰ زره کسان د نظامي خدمت لپاره جلب کړي. په یو تازه سند کې چې پرون د روسیې په حکومتي ویب سایټ کې خپور شوی د عسکرۍ د خدمت لپاره د عمر اندازه هم د ۲۷ څخه دیرشو کالونو ته لوړه شوې. پوتین د همدې روانې میاشتې په سر کې ویلي و چې د اوکراین سره د اوږې جګړې لپاره چمتوالی نیسي. د روسیې د قانون له مخې ټول هغه کسان چې عمرونه یې اتلسو کالونو ته رسیږي، باید یو کال په پوځ کې خدمت وکړي. د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې ټاکل شوې د جلب او جذب پروسه د راتلونکې اکټوبر میاشتې په لومړۍ نېټې د روسیې په ټول فدراسیون کې پیل شي. دې وزارت همدرانګه ویلي چې دا پروسه به په غیر قانوني توګه د اوکراین څخه په نیول شویو سیمو کې هم عملي شي.