په انقره کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ته نږدې چاودنه شوې ده. د ترکیې کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې د بریدګرو شمېر دوه تنه وو چې یو یې د وزارت ودانۍ ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړې او په پېښه کې دوه پولیس ټپیان شوي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وينا، بريد پر ځايي وخت شاوخوا نهه بجې شوى دى. د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخي، دویم بریدګر د پولیسو په ډزو کې وژل شوی دی. دا برید د ترکېې پارلمان د اوړې رخصتیو وروسته، نن د پارلمان تر پرانیستل کېدو یو ساعت مخکې شوی. دمګړۍ د پارلمان ودانۍ او د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.