د مکسیکو په جنوبي برخه کې ۱۰ کیوبایي کډوال پرون هغه مهال مړه شول چې یوه بار وړونکۍ لارۍ چې دا کډوال پکې سپاره و، چپه شوه. په راپور کې ویل شوي چې په دې پېښه کې ۲۵ کډوال ټپي شوي هم دي خو دا یې نه دي ویلي چې آیا ټپي شوي کډوال هم د کیوبا اتباع دي که نه. چارواکو ویلي چې دا کډوال متحده ایالاتو ته روان و. دا لارۍ موټر د ګواتیمالا سرحد سره نږدې چپه شوې. د مکسیکو د څارنوالۍ دفتر یوې سرچینې بیا فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې داسې ښکاري ټول کډوال د کیوبا اتباع دي او ټولې یې مېرمنې وې.