د مکسیکو په شمال کې د یوې کلیسا د چت لویدو په پېښه کې ۹ تنه مړه او ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د اسوشېټډ پرس د راپور له مخې دغه پېښه پرون د تاماولیپاس په ایالت کې د “عشای رباني” په مراسمو کې رامنځ ته شوې ده. د دغه ایالت پولیسو خبر ورکړی چې د چت رالوېدو پر مهال شاوخوا ۱۰۰۰ تنه په کلیسا کې وو.