د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزه د بشري حقونو ايرانۍ فعالې نرګس محمدي ته ورکړل شوه. دا په داسې حال کې ده، چې نوموړې اوسمهال د ایران په زندان کې شپې او ورځې تېروي. دې جایزې ته د افغانستان د ښځينه حقونو فعاله محبوبه سراج، د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلینسکي او روسیه کې د حکومت مخالف مشر الکسي ناوالني هم نوماندان ؤ.