پاکستاني پولیسو ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په بنو او دېره اسماعیل خان کې په دوو پېښو کې یو ماشوم او پولیس وژل شوي، درې پولیس او درې ملکي وګړي ټپیان دي. لومړۍ پېښه د خیبر پښتونخوا د بنو په بکاخېلو کې د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده، چې پکې یو ماشوم وژل شوی او د نوموړي د مور په ګډون درې تنه ټپيان دي. ځايي چارواکو ویلي، چې یوه کوچني ماشوم توپ ته ورته ماین موندلی و، چې کور ته تر وړلو وروسته یې چاودنه کړې، ماشوم پکې وژل شوی مور او دوه د تره زامن یې ټپیان دي. دویمه پېښه د دېره اسماعیل خان په کلاچۍ سیمه کې پر پولیسو د وسلوالو مخالفینو برید شوی، چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.