نن د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو په تېره بیا په اسلامي هېوادونو کې د فلسطین د ملت په ملاتړ او پر فلسطین د د اسراییلو د بریدونو پر ضد لاریونونه وشول. وروسته تر دې چې د تېر شنبې په ورځ حماس وسله والې ډلې پر اسراییل زرګونو توغندي وویشتل او یو شمېر اسراییلیان یې برمته کړل، اسراییل پر غزې سخته بمباري شروع کړه. ملګري ملتونه وايي، په غزه کې د اسراییلي الوتکو او توغندیو د بریدونو له امله تر اوسه تر درې لکه اته دېرش زره ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوره شوې دي.