د حماس او اسراییلو جګړې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د روسیې وړاندیز شوی پرېکړه لیک رد شو. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې هغه وړاندیز شوی پرېکړه لیک رد کړ چې د حماس ډلې او اسراییلو ترمنځ یې د اوربند غوښتنه کړې وه. د کریملن لخوا وړاندیز شوي دې پرېکړه لیک یوازې پنځه موافقې رایې اخیستې وې. د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو له ډلې، څلور غړو د پرېکړه لیک ضد رایه کارولې او پاتې شپږو هغو له رای ورکولو انکار کړ ی دی.