د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، په سوریه کې د پروني ځانمرګي برید له امله دوه امریکایي پوځیان او دوه ملکیان وژل شوي دي. د سوریې په منبج ښار کې د دې چاودنې پړه داعش ډلې پر غاړه اخیستې ده. د امریکا د مرکزي قومندانۍ په اعلامیه کې راغلي چې د دوو سرتېرو سربېره دوه امریکایي ملکیان هم وژل شوي دي. اعلامیه کې دغه راز راغلي چې په یاد برید کې درې امریکایان ټپیان شوي هم دي چې روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. د سوریې د بشري حقونو د څار ډله چې مرکز یې په لندن کې دی، وایي چې په دې برید کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.